د اوکراین ادعا؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۰۰۰ روسي پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
اوکراین اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د جګړې له پیل راهیسې روسي ځواکونو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
رویټرز خبري آژانس وایي، کیف ادعا کوي چې پرون سه شنبه یې د اوکراین په ۲۴ ساعته جګړه کې تر ۱۰۰۰ ډېر روسي پوځیان وژلي دي.
دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.
د ویلو ده چې کیف په داسې حال کې دا ادعا کوي چې د اوکراین په
لر او بر کې خونړۍ جګړې روانې دي، د اوکرایني ځواکونو دفاعي کرښې په ماتېدو دي او ګڼ شمېر ستراتیژیک ولایاتونه یې د روسي ځواکونو لاسونو ته لویدلي دي.



