د بشري حقونو د څارسازمان: د ډنمارک د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې افغان مېرمنو ته د جنسیت په بنسټ پناه ورکوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د بشري حقونو د څار سازمان د ډنمارک د کډوالو د استیناف د محکمې د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې افغان ښځو او نجونو ته “یوازې د جنسیت پر بنسټ” پناه ورکوي.
دې ډنمارکۍ موسسې تېره اوونۍ د دوی په خبره د « افغانستان وضعیت د ښځو لپاره ناوړه اعلان کړ.
د بشري حقونو د څار سازمان هم د ډسمبر په میاشت کې د سویډن د هغې پریکړې هرکلی کړی و، چې ټولو افغان میرمنو او نجونو ته چې د پناه غوښتنه یې کړې د درې کلنې استوګنې اجازه ورکوي.
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د ډنمارک د کډوالۍ پالیسي د یوې میرمنې او د هغې د لور په ګډون د ډېرو مېرمنو لپاره د استوګنې ځایونه چمتو کړي چې که چیرې دوی ته پناه نه وي ورکړل شوې نو له خطر سره به مخامخ شي.
د بشري حقونو د څار سازمان زیاته کړې چې د ډنمارک او سویډن دغه اقدام چې ښځو او نجونو ته یوازې د هغوی د جنسیت له کبله پناه ورکوي باید د نورو هېوادونو لپاره چې کډوال مني، یوه بیلګه وي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت په رهبرۍ افغان سرپرست حکومت بیا بیا د نړیوالو دغه ډول تورونه ردکړي او تر اوسه یې د ډنمارک د وروستی پرېکړې په اړه هم څه نه دي ویلي.



