حماقت او دهغه نښې

لومړۍ برخه
لیکنه: مفتي عادل
حماقت په لغت کې کساد (ناچلي اوکوټه والي)ته ويل کيږي.[۱] اوپه اصطلاح کې دعقل کموالي او فساد ته ويل کيږي.[۲] مطلب داچې د چاعقل کم وي او یایې په عقل کی خرابي موجوده وي؛ نو دغه صفت ته حماقت وایي، همداراز که په کوم انسان کې دغه صفت وي؛ هغه ته کم عقل او احمق ویل کیږي.
*داحمق اوجاهل تر منځ توپير*
۱_احمق انسان محال (ناشوني)کارته دممکن (کیدونکي)په سترګه ګوري اوجاهل انسان بیا د محال او ممکن کار ترمنځ تمیز نه شي کولای.
۲_احمق ته صواب(حق) معلوم وي، خو بيا هم عمل نه ورباندي کوي اوجاهل بالکل صواب اوخطا نه سره پېژني.[۳]
دمثال په توګه: یوه خبره چې ديو مجلس نه وي او دخبرې کول زيان لري؛ نو احمق انسان ته يې زيان معلوم وي، خو په هغه برسېره هغه خبره کوي اوجاهل ته دا نه وي معلومه، چې دغه خبره دلته زيان لري کنه.
*په قرآنکریم کې دحماقت غندنه*
عقل ته په اسلام کې ډير ارزښت ورکول شوی دی، آن تر دې چې الله تعالی عقل ته زړه ویلی ده: ژباړه:
بې له شکه دپخوانيو قومونو په هلاکت کې دهغه چا لپاره پند نغښتی دی، چې زړه ولري. [۴]
يعني لکه یوانسان چې په زړه سره ژوندی وي، داسې مثال دعقل هم دی، څوک چه عقل نلري؛ لکه زړه چې نلري او هغه په مثال د مړه دی.
قرآنکریم دحماقت غندنه کړې ده لکه الله تعالی چې د دوزخيانو په اړه فرمايي: ژباړه:
او په تحقیق سره موږ د جهنم لپاره ډیر پیریانان او انسانان داسې پيدا کړي دي، چې دوی زړونه لري، خو د شي درک پرې نه شي کولای، دوی سترګې لري خو شی په ليدلای نه شي او دوی غوږونه لري خو شی پرې اوریدلای نه شي، دوی د څارويو په څېر دي، بلکې تر څارويو هم ډیره ترې لاره ورکه ده او دوی غافلان دی.[۵]
په دغه آیت کې الله تعالی يوازينی شی چې دوزخیان یې په غندلي دي؛ هغه داده چې، دوی زړونه لري خو دشي دراک ورباندې نه شي کولای، يعني بې عقلان دي.
امام نووي (رح) فرمایی:يقيناً احمق هغه څوک ده، چې دیوکار په ضرر خبر وي، خو بيايې هم کوي [۶]
دامام نووي (رح) دغه تحقيق ته په کتلو سره؛ اصلي احمقان کفار اومنافقین دي؛ ځکه دوی تر هرڅه دګټور شي (اسلام) په بدله کې تر هرڅه زيانمن شی(کفر) خوښ کړی دی.الله تعالی فرمایی: ژباړه: دوی (کفار اومنافقین) هغه څوک دي چې دهدایت په بدل کې يې ګمراهي ترلاسه کړه. [۷]
نوربیا ان شاء الله تعالی.
_____________________________________
[١]اخبار الحمقی لابن الجوزي[٢]الصحاح للجوهري[٣]تسهیل النظر للماوردي[٤] سورة ق ۳۷[۵]الاعراف[۶]شرح صحیح مسلم [۷]البقره



