کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې سږنی ژمی د نورو ستونزو ترڅنګ د سلګونو ماشومانو د مړینې لامل هم شوی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال د جنورۍ میاشت د سړې هوا او موسمي ناروغیو له امله د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره وه.
یونیسف ویلي چې له دې سره سره ځینو روغتونونو ته د بشري مرستو رسولو په افغانستان کې د زیاتو ماشومانو د مړینې مخه نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عابد تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ۶ میلیونه افغانان له لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي.
















