کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د اسرائیلو د پوځ یو جګپوړی چارواکی وايي، دوی د لیزرونو په کارولو سره کولای شي هغه ایراني ځانمرګی ډرون وغورځوي چې روسیې ته ورکړل شوي دي.
د یروشلم پوسټ ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۴) د اسرائیلو د پوځ د تحقیق او پراختیا د څانګې د مشر ډیني گولډ له قوله لیکلي، چې اسراییل په بریالیتوب سره د ایران د حکومت لخوا جوړ شوي ځانمرګي ډرون په ګډون یو شمیر راکټونه او ډرون ازمویل شوي دي.
















