د کانګرس د بې غورۍ له امله ممکن زرګونه افغان کډوال له امريکا وایستل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
راپورونه وايي، چې د امریکا د کانګرس د ځنډ او بې غورۍ له امله ممکن په زرګونو افغان کډوال له دغه هیواد څخه وايستل شي.
سيمه ايزې رسنۍ«سي بي ایس» د امریکا د داخلي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی چې د کابل له سقوط وروسته دغه هیواد ته تللي زرګونه افغان کډوال د کار جواز له لاسه ورکولو او راتلونکي دوبي کې د ایستلو له خطر سره مخ دي.
د امریکا کانګرس تر څه مودې ځنډ وروسته بېا هم بې غوره دي او يادو پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګنې د ورکولو لایحه يې نه ده تصویب کړې.
په راپور کې ویل شوي، چې د ۷۷ زره افغانانو له ډلې چې امریکا ته تللي، یوازې ۴۷۷۵ تنو یې تر اوسه د دایمي استوګنې اسناد ترلاسه کړي دي.
خو د دايمي استوګنې د ورکړې لايحه لا تر اوسه د امريکا د کانګرس له خوا نه ده تصويب شوې او لامل يې د ځينو جمهوري غوښتونکو استازو امنيتي اندېښنې دي، چې د ټولو کډوالو د ټاکلو او بيا کتنې د څرنګوالي په اړه شکونه او پوښتنې لري.
دغه استازي اندېښمن دي چې ښايي د ځينو ترهګرو ډلو غړي د دايمي استوګنې د ورکولو له قانون څخه ناوړه ګټه پورته کړي او په راتلونکي کې د امريکا د امنيت لپاره ګواښ شي.



