د ترکيې په ۹ ولايتونو کې د ژغورنې عمليات پای ته رسېدلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ کب، ۱۴۰۱ل)

د ترکيې په نهو ولايتونو کې د زلزلې له امله تر ړنګو ودانيو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې عمليات پای ته رسېدلي. د ياد هېواد له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چارو ادارې مشر يونس سزار ويلي ،چې له دوو ولايتونو پرته په نهو نورو ولايتونو کې د ژغورنې عمليات پای ته رسېدلي دي. د ترکيې په بېلابېلو ښارونو کې د زلزلې له امله ۱۰۵ زره کورونه په پوره او نيمه بڼه ويجاړ شوي او ۱،۲ يو اعشاريه دوه ميليونه خلک يې بې کوره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button