کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، په ترکيې کې يوې بلې زورورې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا زلزله تېره شپه د ماښام ۸:۰۴ بجې د ترکیې په سوېل ختیځ کې د سوریې پولې ته څېرمه شوې چې يو شمېر ودانۍ يې نړولي او د ځايي رسنيو په وينا تر نړېدلو ودانیو لاندې د خلکو لټون روان دی.
د ځمکې پېژندنې ادارې وايي، بېګانۍ زلزله ۶٫۴ درجې وه.
د دې تازه زلزلې له کبله په ترکیه او سوریه کې تر ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. او راپورونو کې راغلي چې تر ډېره د ترکیې انطاکیه، ډیفن او سمنداګي سیمې يې اغېزمنې کړې دي.
عیني شاهدانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي انطاکیه کې زلزلې ګڼې ودانۍ ویجاړې کړې دي او سوېلي هاتای کې خلک تر کنډوالو لاندې شوي.
شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم په ترکيه او سوريه کې د رېختر په کچه ۷.۸ درجې زلزله شوې وه چې له امله يې په دواړو هېوادونو کې تر ۴۴ زرو ډېر کسان مړه کړي و.
















