حکمتيار: باغيان د پرديو د لاس ذليلې وسيلې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ کب، ۱۴۰۱ل)
پخواني جهادي شخصيت او د حزب اسلامي ګوند مشر “انجينر ګلبدين حکمتيار” په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د افغان حکومت پر وړاندې جنګېدونکو باغيانو سره د خپل بغاوت لپاره هېڅ دليل نشته او عملاً په ټول هيواد کې پر يو وړوکي کلي هم کنټرول نه لري.
حکمتيار د خپلو خبرو پر دوام ويلي: دوی د پرديو په لاس کې د لوبېدو له يوې ذليلې وسيلې پرته بل څه نه دي، د اغېزمند، رغنده او مثبت کار له کولو هم عاجز دي او هم يې له فکري او عملي اړخه د کولو اهليت او وړتيا نه لري.د ده په خبره: که خدای مکړه کوم هيواد پر افغانستان د بريد پرېکړه وکړي؛ نو دوی به يوځل بيا د هغوی د اجيرانو په توګه جګړه کوي او په لومړۍ کرښه کې به يې د افغان مسلمان ولس پر وړاندې جنګوي.حکمتيار زياتوي: دوی په تمه دي چې نور راشي، د نورو يرغلګرو د راتلو او تيري لپاره لاره هواره کړي. شرايط ورته برابر کړي او بهانې په لاس کې ورکړي. چې راشي يو ځل بيا زموږ په ګران هيواد تيری وکړي ترڅو دوی ته د فعاليت زمينه برابره شي. د ويلو ده چې د حزب اسلامي ګوند مشر ښاغلي حکمتيار يو له هغو افغان سياستوالو ګڼل کېږي چې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان حکومت په راتګ په هيواد کې پاتې شو اګر که دی د اوس لپاره کوم سياسي فعاليت نه کوي خو تر ډېره يې په خپلو ويناوو کې د اسلامي امارت ملاتړ کړی دی.



