اسلام اباد: د پښتنو او بلوڅ محصلینو ترمنځ تر نښتې وروسته قاید اعظم پوهنتون وتړل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ کب ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، په پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو او بلوڅ محصلینو ترمنځ تر نښتې وروسته د قاید اعظم پوهنتون تړل شوی دی.
دا نښته د دوشنبې په ورځ شوې او تر نښتې وروسته ټولو محصلينو ته د هاسټلوتو او صنفونو د خالي کولو امر کړی دی.
د نښتې لامل نه دی په ډاګه شوی او د پوهنتون سرچينې وايي، محصلينو يو پر بل د ډانګيو، سوخانو او ډبرو ګذارونه کړي دي، چې له امله یې ۱۶ تنه ټپيان شوي دي.



