اندونیزیا کې د سون توکو ډیپو کې د اورلګېدنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ کب، ۱۴۰۱ل)

د اندونیزیايي رسنیو د راپورونو له مخې، تېره شپه د یاد هېواد د نفتي توکو په ذخیرې کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۱۶ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا اور لګېدنه د پایتخت جاکارتا په شمال کې په «پرتامینا» دولتي شرکت کې د نفتو په یوه ذخیره کې رامنځته شوې، چې یو شمېر کورونو ته هم غځېدلې ده.

د یادې اور لګېدنې علت لاهم نه دی روښانه شوی. د ویلو ده چې په ۲۰۲۱م کال کې هم د یاد شرکت اړوند د تېلو د تصفیې په یو مرکز کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه چې پراخ زیانونه یې اړولي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button