کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ کب، ۱۴۰۱ل)
له هغه وروسته چې پاکستاني پولیسو د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د ستر سیاسي ګوند “تحریک انصاف” د مشر عمران خان د نیولو په موخه د لاهور زمان پارک کې عملیات پیل کړل وروستي راپورونه وایي چې د یاد ګوند زرګونه ملاتړي د خپل مشر د ساتنې لپاره سیمې ته رسیدلي او د پولیسو عملیات یې له خنډ سره مخ کړي دي.
پخواني لومړي وزیر عمران خان هم د یوه ویډیو کلیپ په خپرولو په خپلو ملاتړو غږ کړی، چې د ده په خبره د غلو عملیات دې وننګوي او پر وړاندې دې مقاومت وکړي.
د لاهور ایالت پخوانی وزیر اعلی پرویز الهي، شیخ رشید، شاه محمود قریشي او د یاد ګوند نور مهم مشران هم زمان پارک ته ورغلي ترڅو عمران خان سره په راتلونکو پلانونو خبرې وکړي.
د ویلو ده چې د ښاغلي خان ویاند فواد چودري بیا د یو خبري کنفرانس له لارې حکومت ته خبرداری ورکړی، که د عمران خان د نیولو هڅه یې وکړه د ده په خبره هېواد کې به حالات نور هم ترینګلي شي چې پړه به یې د حکومت پر غاړه وي.
















