کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان صادرات له پاکستان څخه د وارداتو په پرتله زیات شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان له پاکستان څخه د ۹۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي دي. هاخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، چې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي له امله افغانستان ته د پاکستاني توکو واردات کم شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، چې له پاکستانه د وارداتو په کمولو سره په دې هڅه کې دي چې اړین توکي د منځنۍ اسیا له لارې هېواد ته وارد شي. د هېواد سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې له پاکستان سره د افغانستان صادرات او واردات نږدې درې میلیارده ډالرو ته رسېدل چې اوسمهال دغه اندازه کمه شوې ده.


















