وسله وال بريد کې د هرات د اوبو رسونې رٸيس او ۲ همکاران يې وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ کب، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، نن چهارشنبه د هرات ولايت د اوبو رسونې رٸيس انجنير محمد نادر کاکړ او ۲ تنه همکاران يې وژل شوي دي.

د هرات د والي وياند نثار احمد الياس سيمه ييزو رسنيو ته ويلي چې دغه پېښه د هرات ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې د جوى انجيل اړوند په صوفي اباد سيمه کې را منځته شوې ده٠

د ښاغلي الياس په خبره، په دغه وسله وال برید کې محمد نادر او دوه همکاران يې وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

په هرات کې د طالبانو سيمه ييزو چارواکـو ويلي چې بريدګر د پيښې له ځايه تښتېدلي، خو وايي د پيدا کولو هڅې پيل کړي دي٠

تر دا مهاله د دغه برېد مسٶليت چا په غاړه نه دى اخيستی٠

مربوطه مطالب

Back to top button