ملتونه او هيوادونه په عدالت او انصاف نېکمرغه کېږي او په بې عدالتۍ او نا انصافۍ يې ثبات او نېکمرغي له منځه ځي؛ اسلام له بل هر مذهب او نظامه د عدالت او انصاف غوښتنه ډېره کوي؛ خو د عدالت تامين يوازې په شعارونو او کمپايني غونډو او جلسو نه راځي، بلکې زړور او زغرده اقدامات غواړي.
تېر شل کاله چې دلته د اشغال تر چتر لاندې يوه بې واکه اداره حاکمه وه، هغوی هم د عدالت، مساوات، انصاف او بشري حقونو د تامين ښايسته شعارونه زمزمه کول؛ خو ورځ تر بلې د عدالت او انصاف پر ځای ظلم او وحشت وده کوله، شپنيو چاپو او ړندو بمباريو هره ورځ له لسګونو انسانانو ژوند اخيست، د مظلوم غږ خپ کړای شوی و، مال او ځمکه يې د زورواکو او لوړپوړو دولتي چارواکو له لوري غصب شوې وه.
حکومتي چارواکو،د پارلمان وکيلانو، زورواکو او ټوپکمارو شاوخوا څلور ميليونه جريبه دولتي او د خلکو شخصي ځمکې غصب کړې وې؛ هېچا يې په وړاندې غږ هم نشوای پورته کولای اقدام خو لرې خبره وه، د بيت المال امکانات ددې پرځای چې د ملت په هوساينه او ښيرازۍ کې مصرف شي،په کور دننه او بهر د دنګو ودانيو، پلازو او کورونو په جوړولو لګول کېدل.
خو پښتنو څه ښه ويلي، چې «کوږ بار تر منزله نه رسېږي» د دوی د ظلم کاسه هم نسکوره شوه، د اشغالګرو له تېښتې وروسته زورواکو، ظالمانو او غاصبينو هم د عدالت او انصاف له ويرې پښې سپکې کړې؛ د لته يو سپېڅلی او ځواکمن مرکزي اسلامي نظام حاکم شو، د عدالت او انصاف شعار په عمل بدل شو، د دې خاورې او هيواد د تلپاتې ثبات او پرمختګ لپاره يې ژمنو اولادونو مټې راونغښتې او په ډېره کمه موده کې يې ډېرې غوره پايلې ترلاسه کړې.
روانه اوونۍ د عدليې وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت د حاکميت له ورځې يې تر ننه پورې له يو ميليون جريبه ډېره ځمکه له غاصبينو راګرځولې او د پاتې شاوخوا درې ميليونه جريبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو لپاره هم چټکې هلې ځلې کوي.
د تېرې ادارې چارواکو به هم د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال د عدالت د تامين او د غصب شويو املاکو د راګرځولو ګرمې ژمنې کولې، خو په عمل کې نتيجه صفر وه او د نن واکمنو په پټه خوله ، له يو ميليون جريبه ډېره ځمکه له غصبه راوګرځوله، همدا د عمل او تش شعار او د نن او پرون د عدالت ترمنځ توپير دی!
د پرون ډېر واکمنان د فساد، چور تالان، ظلم او غصب علمبرداران وو، هغوی بهرنيانو د خپلو ګټو لپاره پر ملت تپلي وو، هغه مهال ځکه د فساد او ظلم مخنيوی ناشونی و، چې د چارو واګي د همدغو خلکو په لاس کې وو؛ خو د نن ورځې واکمن د خدمت او عدالت د تامين لپاره ژمن، له جرمونو پاک او د ملت رښتيني استازي دي.
شعار د هر چا ښايسته او په زړه پورې وي، خو مهم عمل دی، ملت بايد د پرديپالو رسنيو له منفي تبليغاتو اغېزمن نشي، خلک دې نن او پرون پرتله کړي، پر کړنو او عمل دې قضاوت وکړي. د اسلامي امارت چارواکي بايد نور هم د عدالت د تامين او د ظلم او فساد د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. ملت هم بايد د نظام کلک ملاتړ وکړي، تر څو د تېرو څو لسيزو بدبختۍ او فساد په ټوله معنا له منځه ولاړ شي او د يوې باثباته، پرمختللې او هوسا ټولنې څښتنان شو.

















