کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۱ل)
د پاکستان خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې وسله وال برید کې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد د کور شمیرنې او سرشمیرنې مامورینو په ساتونکو پولیسو شوی، چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د ځايي پوليسو وياند وايي، دا برید پرون چهارشنبه د درابن ټاڼې اړوند د ګره مستان سیمه کې شوی دی.
تر اوسه د دې بريد مسوولیت چانه دی اخيستی.
















