د بلخ والي محمد داود مزمل په یوه چاودنه کې شهید شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د بلخ ولایت والي “محمد داود مزمل” په یوه چاودنه کې شهید شوی دی.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند “محمد اصف وزیري” رسنیو ته ویلي، چې چاودنه د ادارې غونډې پر مهال شوې ده.
طالبانو ته نیږدې یوې بلې سرچینې بیا “کابل ټکی کام” ته ویلي، چې په دې چاودنه کې دوه نور کسان هم وژل شوي؛ خو د هویت په هکله یې څه نه دي ویلي.
د سرچینې په خبره په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د ویلو ده چې ملا محمد داود مزمل د طالبانو یو له مهمو چارواکو ګڼل کېده، نوموړی د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی وو. او د څه وخت لپاره یې په ننګرهار ولایت کې د داعش ضد عملیاتو مشري هم کړې وه. نوموړي د امریکا ضد جهاد پر مهال د طالبانو لخوا د فراه او ارزګان ولایتونو د والي او تېر جمهوري نظام په وروستیو کې د شمالي حلقې د مسول په توګه هم دندې ترسره کړې وې.
که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې؛ خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسؤلیت داعش ترهګرې ډلې منلی و.

مربوطه مطالب

Back to top button