د اسلامي هیوادونو همکاریو سازمان: ژر به افغانستان کې يو شمېر بنسټیزي پروژې پيل کړو

 کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۱ل)

‏په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې په افغانستان کې د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او ورسره مل پلاوي ‏کندهار ته سفر وکړ او د چهارشنبې په ورځ سهار یې کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په داسې حال کې وکتل چې د کندهارمرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک، د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني او یو شمېر نورو مسئولینو هم شتون درلود.

ښاغلي متقي ياد پلاوي سره په خبرو کې ويلي، چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هیوادو سره ځانګړې اړیکې غواړي، ترڅو په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې رغنده تعامل ته ورسیږو په وينا يې افغانستان کې خورا ښه فرصت ‏را منځ ته شوی، ټول هیواد کې ارامه فضاء او مثالي امن دی.

نوموړي وويل، چې هيله مو دا ده څو د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په بېلابیلو برخو کې مرستې وکړي، اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کی لازیات رول ولوبوي.

‏ورپسې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت لومړی د اسلامي امارت د میلمه پالنې مننه وکړه او د افغانستان وضعیت یې مثبت و ارزاوه.

طارق علي بخیت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ور کړ، چي نږدې راتلونکي کې به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په ‏بېلابیلو ولایتونو کې عملاً پيل سي، چې په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی هم افغانستان ته راشي او دلته به لومړی په بېلابیلو برخو کې اړتیاوي معلومې کړي او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button