کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۱ل)
د فارس په ولایت کې چارواکو تایید کړه چې د “غیرقانوني” افغان مهاجرینو او د یوې لارۍ ترمنځ په ټکر کې لس افغان مهاجر او موټر چلوونکی وژل شوي دي.
د فارس ولايت د شمالي لارې د پوليسو مشر سمونوال عبدالهاشم دهقاني وايي: په دې پېښه کې چې د فارس ولايت په مربوطاتو کې رامنځته شوې د ټکر له امله ١١ تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د پولیسو دغه چارواکي وویل چې د پیښې لامل د موټر چلوونکي ډېر سرعت بللی دی.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ټېلر موټر چلوونکى او دوه مسافر ټپيان شوي دي.
د فارس بيړنيو پېښو ادارې همداراز ویلي چې په دې پېښه کې د يوه موټر ۱۰ تنه مسافر چې د افغانستان ناقانونه اتباع وو، له چلوونکي سره وژل شوي دي.