بلخ امنيه قوماندانی: امنيتي ځواکونو ۱۸ تنه د غلاو او قمار په تور نیولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۲ کب، ۱۴۰۱ل)

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند محمد آصف وزيري وايي، چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې امنيتي ځواکونو ۱۸ تنه د غلاو او قمار په تور نیولي دي.

‏نوموړي زياته کړې، چې تېره شپه د بلخ ولایت مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو (۱۸) تنه د قمار وهلو په تور نیولي.

د ښاغلي وزیري په وينا، له نیول شویو کسانو سره یوه اندزه نغدې پیسې او ۲۵ سیټه مبایلونه هم نیول شوي.

د یادولو ده چې پورته کسانو به په مزارشریف ښار کې له خلکو څخه غلاوې هم ترسره کولې.

مربوطه مطالب

Back to top button