د پېښو سره د مبارزې وزارت: نړیواله ټولنه او خیریه بنسټونو دې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره همکاري وکړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، د وري ۳، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت ويلي، چې د سې شنبې شپې په زلزله کې تر دې دمه تر لسو د ډېرو کسانو مړینه او ترڅلوېښتو د زیاتو خلکو ټپي کیدل تائید شوي دي.
د طبعي پېښو چارو وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، تر اوسه د مړو کسانو شمېر له لسو تنو اوښتی او دغه راز د ټپیانو شمېر له ۴۰ کسانو پورته دی.
چارواکي وايي، له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لاس په کار شوي، خو له نړیوالې ټولنې او خیریه بنسټونو هم غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ښاغلی رحیمي زیاتوي:
”د مرستو لپاره چې موږ څه لرو، هغه نه سپموو، لارښوونه هم همدا شوې ده، چې خلکو ته باید رسیدګي وشي، له نړیوالو او خیریه ادارو مو هم هیله همدا ده چې په دې کمپاین کې له موږ سره مرسته وکړي، چې متضررو خلکو ته ژر تر ژره رسېدګي وشي. ”
دغه زلزله د ریښتر په کچه ۶،۵ درجې وه، چې مرکز یې په بدخشان ولایت کې و. تازه معلومات ښيي، چې د وړمې شپې زلزلې په خیبر پښتونخوا کې ۹ کسان وژلي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي دي.



