کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۲ل)
اسراییلي اشغالګرو نن د سوریې د حلب ښار پر هوايي ډګر هوایي بریدونه کړي چې له امله یې د هوايي ډګر ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د سوریې د دفاع وزارت ویلي، چې دا په تېرو شپږو میاشتو کې د حلب پر هوايي ډګر د اسرائیلو درېیم برید دی.
د ویلو ده چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت پر وړاندې د وسلوالو ډلو تر بغاوت وروسته اسرائیلي اشغالګرو بیا بیا د سوریې په مهمو پوځي اهدافو بریدونه کړي چې په پایله کې یې د مرګ ژوبلې تر څنګ د سوریې نظامي وړتیا ته هم د پام وړ زیانونه رسیدلي دي.


















