مجاهد: په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ وری، ۱۴۰۱ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان حکومت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ټویټر پاڼه د داعش ترهرګرې ډلې د وسلوالو د شتون په هکله د امریکایي چارواکو وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی ده.
مجاهد وایي چې په افغانستان کې د داعشي ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نلري.
د نوموړي په خبره داعشي فتنګر له پخوا څخه په مراتبو کم شوي او ځپل شوي دي.
د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.
د ویلو ده چې مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د بلخ ولایت او پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې د داعش وسلوالې ډلې غړو پر یو شمېر اهدافو بریدونه کړي چې په پایله کې یې د بلخ ولایت لپاره د اسلامي امارت د والي په ګډون ځینې کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.



