سوریه: د امریکایي ځواکونو پر اډې د ایران ډرون برید کې مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ وری، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د سوریې په “حسکه” ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر یوې پوځي اډې د ایران د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

‏د امریکا دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه د سوریې په حسکه سیمه کې د دوی پر یوې اډې د ایراني ډرون برید کې یو قراردادي وژل شوی او پنځه امریکايي عسکر ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې امریکايي پوځ یې په غبرګون کې د ایران پلوه وسله والو ډلو مرکزونه په نښه کړي او ادعا یې کړې ده چې ۸ تنه وسله وال یې پکې وژلي دي.

د ویلو ده چې ایران تر دې دمه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا لومړی ځل نه دی چې په سوریه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کیږي بلکې تر دې وړاندې هم ورته بریدونه شوي دي. که څه هم ایران یې مسؤلیت نه دی منلی؛ خو امریکا بیا ایران تورنوي چې په ورته بریدونو کې لاس لري.

مربوطه مطالب

Back to top button