کابل ټکی کام (يکشنبه، د وري ۶مه، ۱۴۰۲ل)
د راپورونو له مخې ، د امریکا په میسیسیپي ایالت کې یې د شديد طوفان له امله لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او لسګونه ودانۍ یې نړولې دي.
دا طوفان د جمعې په ورځ راغلی خو د میسیسیپي بیړنۍ ادارې د ۲۳ کسانو د وژل کېدو ترڅنګ ويلي چې لسګونه تنه نور لادرکه دي.
د میسیسیپي ايالت والي ټېټ ریوز پر ټویټر لیکلي، چې له خلکو سره یې لومړنۍ روغتيايي مرستې پيل شوي، د زیانمنو لپاره یې ایمبولنسونه او نورې بیړنۍ مرستې روانې دي په وينا يې:« د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي، ممکن د وژل شويو شمار زيات شي».
د امریکا د برېښنا اداره وایي، د دغې طوفان له کبله په ټینیسي کې ۴۰ زره کسان، په میسیسیپي کې ۱۵ زره او په الاباما کې ۲۰ زره کسان له بریښنا محرومه شوي دي.
د امريکا ولسمشر جوبایډن د طوفان له کبله د خلکو پر مړینه خواشیني ښکاره کړې ده.


















