کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې په افغانستان کې د پاکستان حکومت ضد وسله وال پټنځايونه لري او خبرداری ورکړی چې که اړتيا وليدل شي نو په افغانستان کې به د پاکستان ضد (وسله وال) په نښه کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له امريکا غږ سره په تازه څرګندونو کې ويلي، چې نوموړي افغانستان ته د خپل سفر پرمهال هم د طالبانو له حکومت غوښتي و چې د خپلې خاورې امنيت کلک کړي او وسله وال پرینږدي چې په وينا يې:(د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان بریدونه وکړي).
خواجه اصف زياته کړې، که افغان حکومت د يادې موضوع په اړه اقدامات ونکړي، نو مونږ به په افغانستان کې د پاکستان ضد وسله والو هدفونه په نښه کړو.
که څه هم وخت ناوخت پاکستاني حکومت ادعا کوي چې افغانستان کې د دوی ضد وسله وال پټنځايونه لري، خو د پاکستاني چارواکو يادې ادعاوې په بار بار د طالبانو د حکومت له لوري رد شوي دي.
په وروستيو کې په پاکستان کې د (تحريک طالبان پاکستان) او بلوچستان ليبريشن ګوندونو بريدونه زيات شوي.
د تحريک طالبان پاکستان ګوند ادعا کوي چې دوی تر خپل کنترول لاندې په پاکستان کې ازادې سيمې لري، او له همغه ځايونو خپل عمليات پرمخ وړي.
تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت حکومت د پاکستان د دفاع وزير د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


















