افغان او قزاقستاني پلاوي په کابل کې پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او بنسټیزو پروژو خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان اسلامي امارت او د قزاقستان هېواد لوړرتبه پلاوو په کابل کې پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او بنسټیزو پروژو خبرې کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونيت وايي، چې د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لوړپوړي دولتي پلاوي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال ښاغلي سریک ژومانګارین په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د کابل په چهارچنار ماڼۍ کې کتلي دي.
د اقتصادي معاونيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په لیدنه کې دواړو لورو پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو ترانزيټي، اوسپنې پټلۍ او بنسټیزو پروژو هراړخیزې خبرې کړي دي.
په لیدنه کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د قزاقستان له بشري مرستو مننه
کړې او له قزاقستان څخه يې غوښتي چې په خپل هېواد کې د افغانستان نوي ډیپلوماتان ومني، له قزاقستان سره يې د سوداګریزو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی، قزاقستان يې د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو په څېر لویو پروژو کې پانګونې ته رابللی دی.
په ياده غونډه کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال ويلي، چې قزاقستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان سره ښې اړیکې پاتې شوي زياتوي چې د دغو اړیکو د لا پياوړتیا په موخه به په نږدې راتلونکي کې په قزاقستان کې نوي افغان ډيپلوماتان ومنل شي.
ښاغلي ژومانګارین زیاته کړې، چې افغانستان ته د دوی د سفر اصلي موخه د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو ستونزو د ژر حل په موخه د ګډ ګروپ رامنځته کول، افغان سوداګرو ته د وېزو اسانتیاوې برابرول، په دواړو هېوادونو کې بانکي څانګو پرانیستل او د افغان ټرانس په څېر بنسټیزو پروژو کې له افغانستان سره ګډ کار او په دغه پروژه کې ګډون کول دي.
ژومانګارین د خپلو خبرو پر مهال وویل، تېر کال قزاقستان او افغانستان شاوخوا د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګري درلوده چې د پخوا په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي او د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو په زیاتېدو به سږ کال دغه اندازه تر درېیو میلیاردو ډالرو ورسیږي.



