کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۲ل )
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې “حنا رباني کهر” د پنجشنبې په ورځ د سمرقند په غونډه کې د خبرو پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان دې نه هیروي.
آغلې کهر د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په راتلونکي کال کې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د کمېدو نښې شته.
رباني له نړیوالې ټولنې او طالبانو/ اسلامي امارت څخه وغوښتل چې له بشري ناورین سره مخ افغان ولسونه دې د خپلو سیاستونو نه قربانوي بلکې یو داسې میکانیزم دې رامنځته کړي چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي او افغان ولس یې قرباني نه شي.
دغې لوړ پوړې پاکستانۍ چارواکې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز د کابل او نورو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې زیاتې کړي دي.
د سمرقند غونډه پرون د ازبکستان په سمرقند ښار کښې د ایران، چین، روسیې، پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو او استازیو په شتون سره جوړه شوې وه او د اجنډا مهم ټکی یې افغانستان کې وروستۍ پېښې او تحولات و.
د ویلو ده چې په دې غونډه کې چین، روسیې او پاکستان نورو هېوادونو ته بلنه ورکړه چې له طالبانو سره دې خبرې اترې وکړي او هڅه دې وکړي چې شته ستونزو ته د خبرو اترو او ډیالوک له لارې حل لارې پیدا کړي.