کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر “ملا امیر خان متقي” سره تلیفوني خبرې کړي او دواړو لوریو د پاک- افغان دوستانه اړېکو په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دواړو متقي او بلاول زرداري په تلیفوني اړېکه کې د افغانستان او پاکستان پر “ګډو ګټو او شته ستونزو خبرې اترې شوې دي.
دواړو لوریو ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښې روانې دي. دغه راز بلاول ژمنه کړې ده چې
د پاکستان سفیر به روانه اونۍ کابل ته بېرته ستون شي.
د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کابل ته د پاکستاني سفیر د بېرته ستنېدلو په اړه پرېکړه د دواړو هېوادونو د اړېکو دلا ښه کېدو لپاره مهمه بللې ده.


















