کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۷ وری، ۱۴۰۲ل)
د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي، چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د دغه هېواد په پلازمينه خرطوم کې ۸۳ کسان وژل شوي او ۱۱۲۶ نور ټپيان شوي دي. دغې جګړې د سوډان د پلازمينې خرطوم، جنوبي کوردوفان او شمالي دارفور او شماليه ايالتونو په ګډون ډېرو ځايونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې. سرچينه وايي ،چې مرګ ژوبله په پلازمينه خرطوم کې له ټولو زياته ښودل شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د دې هيواد د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښتې له درېو ورځو راهیسې جريان لري.