کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ ثور، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغې ادعا په غبرګون کې چې ګواکي افغانستان بيا د ترهګرو په ځاله بدل شوی، ويلي چې دغه ادعا يوه احساس پارونکې مبالغه ده.
نوموړي وړمه شپه ناوخته پر ټوېټرپاڼه ليکلي، کله چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، د ترهګرۍ په ځاله د افغانستان د بدلېدو وېره وه، خو په وينايي، په تېرو دوو کلونو کې هېڅ داسې نه دي شوي.
نوموړي زياته کړې ،چې القاعده ډله اوس په افغانستان کې د پام وړ کمه شوې او د داعش (( خوارجو)) پر وړاندې هم د اسلامي امارت کلکه مبارزه روانه ده.
د خليلزاد په وينا: د داعش په له منځه وړلو کې د اسلامي امارت او امريکا دواړو ګټې شته او خوندي دي.
هغه همدارنګه څرګنده کړې ،چې امريکا بايد د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره عملي چلند وکړي.تر دې وړاندې هم اسلامي امارت ويلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي او اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ښې اړيکې غواړي.