فایننشل ټایمز:افغانستان ته له بل هر وخت د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ ثور، ۱۴۰۲ل)
راپورونه وايي، چې افغانستان ته له بل هر وخت د بهرنیو سیلانیانو په تګ راتګ کې زیاتوالی راغلی دی.
بريتانوۍ فايننشل ټايمز معتبرې ورځپاڼې ليکلي، چې افغانستان ته له بل هر وخت د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی زياتوي چې لامل یې په دې هېواد کې د بشپړ امن راتلل ياد کړي دي.
فايننشل ټايمز په خپل راپور کې ليکلي، چې لویدیځو هېوادونو بیا بیا پر خپلو اتباعو غږ کړی، چې افغانستان ته لاړ نشي، خو د چارواکو دغه سپارښتنه سیلانیان شاته غورځوي او د هغوی منع کولو باوجود بيا هم افغانستان ته بهرني سيلانيان د پخوا په پرتله څومره برابره زيات شوي دي.



