سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په نړۍ کې د وسلو قاچاق

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
مې 9, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
16
ځلې شریک شوی
197
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمد سليم سليمان

د وسلو قاچاق د يوه سازمان شوي جرم په توګه د اوسني نړۍ د امنيت لپاره يوه ستره معضله ګڼل کېږي،دا جرمي عمل په انفرادي او ډله ييز ډول په ماهرانه توګه ترسره کېږي چې بېلابېل مالي او مادي عوامل او انګېزې لري لکه: بېکاري، د کافي روزګار نه درلودل، په ځانګړي ډول (د دوو او څو هېوادونو او سيمو تر منځ پر پوله پرتو اوسېدونکو لپاره) د مصروفيت نه شتون، د قوانينو نه پلي کېدا، په قوانينو کې ابهام ، استخباراتي لاسوهنې، سياسي واک تر لاسه کول او نور… ډېر مسايل کېدلای شي. له دې قاچاق څخه په ملي او بين المللي کچه لوی او واړه ستر زيانونه او فجايع رامنځته کېدای شي. حتی د هېوادونو ارضي تماميت او د ملتونو د ټولنيز امنيت له منځه تګ او ځاني سترو تلفاتو سبب هم همدا د وسلو قاچاق کېدلای شي.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

اما له بل پلوه ځينې هېوادونه او يا په دولتي کچه ملاتړ کوونکې ډلې چې د وسلو تور کاروبار کوي دهغوی د اقتصاد عمده برخه جوړوي او دوی له دې غيرقانوني تجارت څخه ډېرې زياتې ګټې کوي او د منافعو غټه برخه يې همدا غيرقانوني قاچاق تشکيلوي او د اورپکو او تروريستانو په تقويت کې اصلي او عمده څيز چې رول لري هغه د وسلو قاچاق او هغو ته لاس رسی دی. دوی ته د وسلو او مهماتو قاچاق د ځينو هېوادونو او ګروپونو په مرسته برابرېږي او يا هم د ځينو استخباراتي کړيو په مرسته ځينو ګروپونو او ډلو ټپلو ته ورکول کېږي او بيا يې چې په کوم ځای کې پلان وي د هغه ځای امن په دې اورپکو ډلو خرابولای شي په ټوله کې ستر او زبرځواک هېوادونه او يا هم متخاصم دولتونه په دې کې بارز رول لري. له بله پلوه د وسلو د قاچاق له ډېرښت سره ټولنيز امنيت د خلکو امنيت او د وژنو پېښې ډېرېږي او د يوه دولت او حکومت اولنی او اصلي مسووليت چې د خلکو امنيت دی د همدې غير قانوني وسلو د قاچاق او خلک ورته د لاس رسي له امله له لوړ خطر سره مخامخ کېږي.

نو په همدې اساس اوس نړيواله ټولنه په دې ډېره اندېښمنه ده چې هغه وسلې چې د ناټو او امريکا لخوا اوکراين ته ورکړل شوې دي په پريمانه ډول قاچاق کېږي او ان په افريقا کې له ورانکارو ډلو سره ليدل شوې دي چې همدا قاچاق شوې وسلې کاروي. د اوکراين له پوځ څخه د همدې نويو او ماډرنو وسلو قاچاق ډېر شوی دی او هغه ګروپونه او بانډونه چې د وسلو د اخيستلو په لټه کې دي، د اوس لپاره ورته اوکراين ښه بازار ګرځېدلی دی او ان بيرته اروپايي هېوادونو لکه جرمني ، پولېنډ، او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي او خلک او جرمي سازمانونه یې په انفرادي او ګروپي ډول د رانيولو په لټه کې دي. دا چې د اوکراین شخړه ورځ تر بلې پسې پېچلې کېږي او اړخونه یې پراخېږي نو نړۍ له بل هر وخت د امنيتي بحران په ژۍ ولاړه ده ،هغه وسلې چې لویدیځ کییف ته ورکوي په ټوله نړۍ کې خپریږي. دا اتومات وسلې، لاسي بمونه، د امریکا او اروپا تولید جنګي کوچنۍ څارګرې بې پیلوټه الوتکې په منځني ختیځ، افریقا، ختيزې اروپا او سکینډینویا هېوادونو کې لیدل شوي دي.

اروپا د اوکراین د جنګ له امله په تدريج د وسلو په تور بازار بدلیږي، او ان په دې باندې ټول اروپايي سياستوال خبر دي او اندېښمن دي چې کېدای شي ددې جګړې له پای ته رسېدو وروسته دا وسلې لا نورې ډېرې بيرته لويديځ ته را قاچاق شي او يو ځل بيا به د بالکان د جګړو او پخوانۍ يوګوسلاويا د جنګ ترخه تجربه تکرار شي چې لا تر ۲۰۱۵ کال پورې په تروريستي بريدونو کې په اروپا کې له همدې پخوانيو وسلو کار اخيستل شوی وو. دوی ټول په دې باور دي چې له امله به یې ورانکارې ډلې او نړیوال جرمي ګروپونه وسله وال شي او د خلکو ټولیز امنیت به تر ګواښ لاندې شي. د لويديځ لخوا اوکراین ته د وسلو نور لیږد به د نویو امنيتي ګواښونو لړۍ رامینځته کړي، چې ان له یوې نوې نړیوالې جګړې سره به د پرتلنې وړ وي.

په اسيا کې دا قاچاق شوې وسلې په یمن، سوریه، او ان د ځينو رسنيو له قوله په افغانستان کې هم لیدل شوې دي. د افريقايي هېواد نايجيريا ولسمشر محمد بوهاري په وینا، د اوکراین څخه د وسلو قاچاق د افريقايي هېواد چاد تر پولو رسېدلی دی. د افریقایي هیوادونو مشران مجبور دي چې په ګډه د وسلو د قاچاق تر ممکنه حده ممانعت وکړي خو دا کار دومره اسانه هم نه دی ځکه د تور بازار او قاچاق وړونکو ځنځير پيدا کول تر ډېره سخت او ستونزمن کار دی.

په فرانسه، پولنډ او جرمني کې هم د وسلو نوي پټ بازارونه موندل شوي دي . پروسږکال د امریکا د جیولین لاسي بمونه د انټرنیټ له لارې د لنډ وخت لپاره پلورل کېدل خو د اروپايي پوليسو له پلټنې وروسته دا لاسي بمونه د جرمني په بریمن بندر کې وموندل شول. څېړنو وښودله چې دغه وسلې له اوکرایني خارکوف څخه جرمني ته رسېدلې وې.

ورته حالت په سویډن، ډنمارک، هالنډ، فنلنډ کې هم دی. د هیلسنکي د پولیسو مشرتابه کریسټر الګرین سيمه ييزو رسنيو ته په خبرو کې وويل چې یو شمېر وسلې لا دمخه د فنلنډي جنایي ډلو لاسونو ته ورغلې دي..

وضعیت پیچلی دی، مګر د ناټو حکومتونه اوکراین ته د پوځي مرستو نوي کڅوړې په پام کې نیسي. دا پدې مانا ده چې په نږدې راتلونکي کې به په اروپا او د نړۍ په نورو سیمو کې امنيتي وضعیت خراب شي.

د اوکراین ملتپاله ګروپونه له قاچاق څخه پیسې ترلاسه کوي او د زیاتو وسلو غوښتنه ځکه کوي چې د قاچاق زمينه ورته برابره شي. د ټانکونو او الوتکو سربیره ان دوی اوس د اټومي وسلو غوښتنه هم کوي. ایا اروپايي ټولنه د داسې ګواښ لپاره چمتو ده چې اوکراين ته اتومي وسلې او سترې ويجاړونکې وسلې ورکړي؟

نو بالاخره به عمومي حللارې ته راشو: په ټوليز ډول د دولتونو دنده داده چې په هغو سيمو کې چې هغه لرې پرتې او سرحدي سيمې وي د کار روزګار زمينه برابره شي، ټولو سيمو او خلکو ته په يو ډول د کار او پراختيا او پرمختيا لاره چاره ورلټول شي.په ټولنه کې د اشتغال او دندې ډېرې شي.محروم او شاته پاتې سيمو ته ځانګړې پاملرنه وشي په ځانګړي ډول سرحدي سيمې او هغه سيمې چې له ګاونډيو هېوادونو سره پر پوله پرتې وي. د وسلو د قاچاق پر وړاندې د سختو قوانيتو تصويب او د قاچاق په مقابل کې کلک ګامونه واخيستل شي، د ټولو هغو کسانو پر وړاندې چې وسلې پېري او پلوري او یا یې تجارت کوي سخت محدوديتونه وضع شي.د امنيتي ارګانونو فعال او همغږي شي او د داسې شبکو پلټنه وشي چې دا ډول کړنې او پټې سوداګري ترسره کوي. په دې پورته کړنو کېدلای شي د وسلو د قاچاق مخنيوی وشي او دا د دولتونو اصلي او ضروري وجيبه ده چې پر وړاندې یې ګامونه واخلي.

لوی ټکي: سلیم سلیمانقاچاقنړۍوسلې
مخکینې مطلب

د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزې غونډه کې پر سیمه اییز اتصال، د سیمې پر امنیت او نړیوالو سره پر تعامل باندې ټینګار وشو

بل مطلب

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر "عمران خان" ونیول شو

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com