تر خونړیو لاریونونو وروسته عمران خان د دوو اونیو لپاره په ضمانت خوشې شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ ثور، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دوه اوونیو لپاره په ضمانت خوشې شو. د هغه وکیل فیصل چودري له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د اسلام‌اباد عالي محکمې په ضمانت د هغه د خوشې کولو امر کړی دی. د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د تېرې سې ‌شنبې په ورځ د مالي فساد په تور ونیول شو او پرون پنجشنبه د پاکستان سترې محکمې هم د هغه نیول کېدل ناقانونه وبلل او سملاسي یې د هغه د خوشې کولو امر کړی و.

مربوطه مطالب

Back to top button