اردوغان د ترکيې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې په دویم پړاو ټاکنو کې برحاله ولسمشر” رجب طیب اردوغان” ګټونکی اعلان شوی دی.
اردوغان هم وار د مخه خپل بری نمانځلی دی. هغه چې په استانبول کې یې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل، دی به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دا هېواد رهبري کوي.
د ترکیې دولتي رسمي اژانس انادولو وايي چې رجب طیب اردوغان ټاګنې ګټلې دي.
د شمېرل شویو رایو په اساس، رجب طیب اردوغان۵۳.۴۱ او سیکولر سیال یې “کمال قلیچداراوغلو” ۴۶.۵۹ سلنه رایې وړي دي.
اردوغان د متلپاله ګوند او ځینو سیاسي ډلو ملاتړ او قلیچدار یې بیا په خلاف یو قوي ایتلاف رامنځ ته کړی و.
په ورته وخت کې د ترکیې د ولسمشر پلویان سړکونو ته راووتل، د هېواد بیرغونه یې رپول او د بریا شعارونه یې ورکړل.



