کابل ټکی کام (یکشنبه، ۷ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان د اسلامي امارت د محترم ریس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند د مبارکۍ پیغام:
ښاغلي جلالتمآب رجب طیب اردوغان ته د ترکیې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د بریا، او د ترکیې د منتخب ولسمشر په توګه بیا انتخابیدو مبارکي وایم، له الله جل جلاله څخه هيله لرم چې ترکیې هیواد ته چې په سیمه او نړې کې ځانګړی اهمیت لري لا قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي.
د افغانستان او ترکیې د ولسونو ورورګلوي او دوستي دې همیشه او دوامداره وي.
















