د سوډان جګړه؛ د اوربند تر ماتېدو وروسته ۳۰۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ جوزا، ۱۴۰۲ل)

په داسې حال کې چې د سوډان د پلازمینې “خرطوم په ګډون” د دغه هیواد په لر او بر کې د پوځ او نیمه پوځي ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې یوځل بیا پیل شوي وروستي راپورونه وایي، چې د امریکا او سعودي په هڅو د رامنځته شوي اوربند تر ماتېدو وروسته د ښکیلو غاړو په جګړه کې کابو ۳۰۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

عربي ۲۱ خبري آژانس په سوډان کې د خپل خبریال له خولې خبر ورکړی، چې ډیره مرګ ژوبله پلازمینه خرطوم کې اوښتې د سختې جګړې له امله خلک د خپلو خپلوانو مړي نه شي خښولی، د جګړې له امله روغتیایي خدمات په ټپه دریدلي او د ټپیانو درملنې ته رسیدګي نه شي کیدای.

دا په داسې حال کې ده چې په سوډان کې د تیرې اپریل میاشتې په ۱۵ نېټه د پوځ او نیمه پوځي ځواک ترمنځ د واک پر سر جګړې پیل شوي چې په پایله کې يې تر اوسه ۱۲۰۰ کسان چې ډیر یې ملکیان دي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې د امریکا او سعودي په ګډون د ګڼو هیوادونو په منځګړتوب څو ځله د ښکیلو غاړو ترمنځ اوربند رامنځته شو؛ خو ډېر ژر بېرته مات او جګړه لا پسې خونړۍ شوه.

مربوطه مطالب

Back to top button