چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په نړۍ کې روانه لوږه

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
جون 10, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
21
ځلې شریک شوی
261
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

محمدسليم سليمان

د خوړو د نړيوال پروګرام (ډبليو،ايف،پي) د راپور له مخې هر شپه شاوخوا ۸۲۸ ميليونه کسان په نړۍ کې وږي کېږي او په نړۍ کې شاوخوا ۳۴۵ميليونه کسان د خوړو د خونديتوب food security له جدي ګواښ سره مخ دي؛ يانې په دې مانا چې په ياد شمېر وګړي د منځنۍ او ډېرې کچې کالوري او پروټینو له کمښت او خوارځواکۍ سره لاس وګرېوان دي.

دا هم ولولئ

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

موجوده نړيواله لوږه د منځنۍ امريکا د لويې وچې له څنډو راپيل د منځنۍ افريقا هېواد تر پولو، جنوبي سوډان او په اسيا کې تر يمن ، سوريې او افغانستان پورې یې زورورې څپې را رسېږي.

د ملګرو ملتونو اوسنی تازه راپور چې د ۲۰۲۳ په مې مياشت کې خپور شو افغانان له جدي قحطي سره مخامخ ګڼلي او په راپور کې راغلي چې داسې لوږې سره افغانان په تېرو ۲۵ کلونو کې نه دي مخامخ شوي لکه اوس چې مخامخ دي. ۹ ميليونه وګړي په جدي ډول خوړو ته اړتيا لري او که یې غم ونه خوړل شي ښایي شديد بحران رامنځته شي.

د کرونا وايروس پر مرګونې څپې او اقليمي بدلونونو سربېره ددې نړيوال بحران يو لامل د روسيې او اوکراين تر منځ وروستۍ شخړه او د روسيې او اوکراين له بندرونو څخه د غلو دانو نه صادرېدل ګڼل کېږي. د روسيې ، بلاروس او اوکراين هېوادونه چې د نړۍ د اړتیا وړ غلې دانې توليدوي ، د افريقا او اسيا شپږدېرش هېوادونه چې زياتره یې بې وزله هېوادونه دي، خپل د ضرورت وړ غلې له نيمايي زياته برخه له له روسيې او اوکراين څخه واردوي. خو لويديځ (ناټو او امريکا) په سياسي استفادې او اقتصادي بنديزونو د روان کال په لومړنيو مياشتو کې د روسيې پر صادراتو بنديز ولګاوه او نړۍ يې د لوږې د بحران طرف ته يوګام نوره هم ورټېل وهله. خو له ښه مرغه وروسته له هغه چې د تېر جولایی په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو او ترکيې په هلوځلو، منځګړتوب او نظارت روسيې او اوکراين تر منځ يو تړون لاسليک شو او په پايله کې یې غلو دانو او کيمياوي سرې ته اجازه ورکړل شوه چې د روسیې او اوکراين له بندرونو دې نړۍ ته صادر شي يو ښه مثبت زېری شو خو بيا د جنګونو له امله کله کله دا بهير ودرول شي او کله بيا روان وي.

خو سره له دې چې د غلو دانو دا صادرات د تور سمندرګي له لارې پیل شوي،خو بيا یې هم د ايکسپورټ غټه پيمانه یانې ۳۵ فيصده اروپايي اتحاديې او يوازې ۳ تر ۵ فيصده یې غريبو او اړمنو هېوادونو ته انتقالېږي. يانې له ۹ نيم ميليونه ټنو غلو دانو څخه یې ۶اشاريه ۱۵ ميلیونه ټنه اروپايي اتحاديې او ترکيې ګرځولي او پاتې يې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ رښتوني هېوادونو ته رسېدلي دي. نو په همدې بنسټ د روانې (جون) مياشتې په نيمايي کې کېدونکی د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم چې د جدي بحثونو لپاره یومهم پلیټ فارم دی. ګډونوال به یې د اقتصادي همکاريو پر دوديزو مسايلو سربېره د نړيوال خوراکي امنيت پر ستونزو هم خبرې وکړي. په تیر کال کې دا ډول ستونزې په ځانګړې توګه ډېرې شدیدې وې.

پداسې حال کې چې پخوا د وچکالۍ، د خاورې کمښت، د نفوس زیاتوالي او د اقلیم د بدلون له امله د خوړو خوندیتوب له ګواښ سره مخ و، اوس د لویدیځو هیوادونو لخوا د سوداګرۍ محدودیتونه اضافه شوي. په ډیرو برخو کې وضعیت بحراني حالت ته نږدې دی. د روسیې پر اقتصاد د اروپايي ټولنې او امریکا فشارونه خورا محسوس دي.

روسیه د نړۍ بازارونو ته د غلې دانې او سرې لوی صادروونکی دی، خو د لویدیځ بندیزونو نړۍ ته د غلو د اکمالاتو لړۍ ټکنۍ کړې ده. خواړه او کيمياوي سره ټولو اړمنو کسانو ته نه رسېږي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(ايف، اې ،او) ۲۰۲۲ کال له «ناورين ډک » کال بللی وو.

د جون له ۱۴ مې څخه تر ۱۷مې پورې د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم به د دې وضعیت څخه د وتلو لپاره د ګډو ګامونو په اوچتولو او د حل لارو په موندلو باندې بحثونه وشي . که څه هم دا مسله لا دمخه د فورم د اجنډا د مهمې برخې په توګه ياده شوې ده. د خنډونو له منځه وړلو او بې وزله هېوادونو ته خواړه رسولو لپاره، د نړیوالو هڅو پیاوړتیا ته ضرورت دی.

نو هيله داده چې د اوکراين، بلاروس او روسيې بندرونه به نړۍ ته د غله جاتو د رسولو لپاره پرانستي ساتل شوي وي ترڅو نړۍ ته د غنمو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه په کافي اندازه غلې ورسېږي او که خدای ناخواسته د غلو دانو د صادرېدلو په مخ کې خنډونه پيدا شي او مخه يې ونيول شي په راتلونکو مياشتو کې به حالت لا پسې خراب شي او د غذايي مصونيت د نه درلودونکو انسانانو شمېر به له لا پسې ډېر شي په عراق، افغانستان، تونس ، يمن، سوريې او نورو غريبو افريقايي هېوادونو کې به قحطي پراخه شي او د لومړنيو موادو د نشتون له امله ډېرې هغه کارخانې چې په غنمو چلېږي او هغه توکي چې غنم وراضافه کېږي بند شي او په زيات شمېر خلک چې په دې کاروبارونو بوخت وو ،وزګار او بېکاره پاتې شي.

لوی ټکي: روانهسلیم سلیمانلوږهنړۍ
مخکینې مطلب

د سوډان جګړه؛ د اوربند تر ماتېدو وروسته ۳۰۰ کسان وژل شوي

بل مطلب

هېواد ته د درملو واردولو په اړه نوې کړنلاره اعلان شوه

ځانګړي مطالب

خبرونه

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د افغان ځواکونو ځوابي عملياتو کې ۱۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د احصایې ادارې د سیسټمونو د عصري کېدو طرحه تایید شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com