کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ جوزا، ۱۴۰۲ل)
د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر “الحاج خلیفه سراج الدین حقاني” وايي ،چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان د تجزیه کېدو ټولې دسیسې شنډې شوې.
نوموړي د افغان ولس پر یووالي هم ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزیر همداراز په ډاګه کړې، د حکومت هېڅ چارواکی د دې حق نه لري چې د نظام له مقرراتو سرغړونه وکړي او په وینا که څوک سرغړونه هم وکړي نو ورسره به قانوني چلند وشي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې اوسنی حکومت د ټولو ګډ کور دی او ټولو ته د مشروعې لارې په رڼا کې ازادي او حقونه ورکوي.