ولسمشر اردغان په لومړي ځل یوه ښځه د ترکیې د مرکزي بانک د مشرې په توګه ټاکلې ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ جوزا، ۱۴۰۲ل)

‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، «حفیظه غای ارکان» د دې هیواد د مرکزي بانک لومړنۍ ښځینه رئیسه ټاکلې ده.

«حفیظه غای ارکان» تر دې مخکې د امریکا په مشهورو بانکونو کې د مدیرې او وروسته د اجرایوي رئیسي په توگه کار کړی و.

د نوموړې ټاکل کیدل پداسې حال کې دي چې په وروستیو کې د ډالر په وړاندې د لیرې ارزښت په بې ساري توگه ټیټ شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button