د سوډان جګړه؛ پر پلازمېنه خرطوم خونړیو هوايي بریدونو کې ۱۰۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ جوزا، ۱۴۰۲ل)

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې په یوه تازه هوايي برید کې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.‌

دا برید د خرطوم په “یرموک” ناحیه کې شوی چې د ملکي استوګنې له ګڼې ګوڼې یوه ډکه سیمه ده.‌

چارواکو ویلي چې د شنبې ورځې په دغه برید کې شاوخوا ۲۵ کورونه ویجاړ شوي دي.

د چټک غبرګون ځواکونو یا ‘ار اېس اېف’ ملیشې د جون لومړیو کې ویلي وو چې پر یرموک سیمې یې بشپړه ولکه ټینګه کړې.

دا ځای ځکه مهم دی چې د وسلو جوړولو یوه ستره کارخونه پکې پرته ده.

دغه برید تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې د سوډان یوه جګپوړي پوځي جنرال پر ‘ار‌ اېس اېف’ ملېشې د بریدونو ګواښ وکړ.

د سوډان پوځ او چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د واک پر سر شخړه د اپریل میاشتې نیمايي کې راپورته شوه.

په دې موده کې که څه هم د دوی ترمنځ خونړیو نښتو کې ګڼ کسان وژل شوي، خو د کره شمېر مالومول یې ګران دي.‌

اټکل دا دی چې د ملکيانو په ګډون د دې جګړې د قربانیانو شمېر پر ۱۱۰۰ تنو اوړي.

پر دې سربېره شاوخوا ۲ اعشاریه ۲ میلیون کسان بې ځایه شوي هم دي چې د ملګرو ملتونو په وینا تر نیمايي ډېرو یې ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده. چې له ډلې یې ډېر خلک ګاونډي چاد هیواد ته تښتېدلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button