غزل/ ثاقب خپلواک

د فطرت جلالي کیف دی ، تسلسل دی د ښکلاوو
د جرس د نغمو شور دی ،ناقوس ګونک د کلیساوو
دا نغمې د تقدس دی، د اعجاز په معجزه کې
چې ښکلا د ښکلو وینو،موږ په روح کې د رڼاوو
چې له شرنګه د لفظونو، شوه شپېلۍ د مینې سازه
د هوا په موسیقي کې، شته رازونه د نڅاوو
چې ګزمه د اذیت،تل د غرور حیرت کې ګرځي
د وجدان دفاعي ځواک ناست دی په څو کې د غزاوو
طلایي زرینو وړانګو ، ابدیت راته څرګند کړ
د خودي خاکي وجود شو ، کوه طور د تجلاوو
چې سپوږمۍ په نور بسیا کړو،پیروي موږ د رڼا کړو
چې خپلواک زموږ اروا شي،
ستا د حسن له اداوو



