دادمحمد ناوک
هغه شاته خړ دېوالونه زموږ د کلیو کورونه دي، دا کوچنی دربچه ممکن د دالان وي، د دربچې په شاوخوا سپینې نقشې د محجوبو ګوتو د هنر نندراه ده!
خو دا خړ کورونه، دا مغرور دېوالونه او دا معزز مکانونه ځکه د کفر تر قدمو لاندې شول تر مخ يې د مسلمان په نوم یو بل تن را روان و، ادې ته هغه خپل ښکارېده، ځکه په ژبه يي غږېده، ځان يې مسلمان معرفي کاوه او حتی دې ته به يې هم د مورې غږ کاوه!
دوی هغه ټکنده غرمه، چې کراري وه، ښځینه دالان کې را ټولې او چای څښي، نارینه ستړي له کروندې راغلي او د غرمې خوب کوي، کوچنیان د دېوالونو سیورو ته په ساتیریو اخته دي، په کرېږو، چیغو او نارو بدله کړه.
هغه چې په دې تصویر کې نه ښکارېږي:
کوچنیان ټول یوه کونج ته سره راټول شوي، د نارینهو لاسونه تړل شوي او د څو نورو د ټوپکو تر مېلونو لاندې هغه بل دېوال ته مخ کړي کړوپ په ګونډو ناست دي، د دې کور د هرې بوخڅې، هر کاغذ، هرې لوټې په اړه باید ادې ځواب ورکړي.
له دالانه د نورو ښځينهو د سونګېدو غږ راځي، کله کله په زوره چیغي کړې او د سړو په خوا اشاره وکړي:
ـ قران مو په ایښی، دغه په خدای که په هیڅ شي کې وي اوس له اوبو راغی!
د کوچني غریو نیولی غږ د پېغلې خور په خوله لاس ور ایښودو خپ کړي:
ـ ادې، ولي يې، ټوپک يي ورته و…
ادې په لړزیدلي غږ، د دې تصویر تشریح ورته کوی:
– زوی ګله دغه يي ایران کې اخیستی، د مسالې ټوپک ورسره دی، هلته ورته وګوره د کوټې بکسونه يی هم پکې ښکارېږي!
ترجمان خپل بادار ته مخ کوي، هغه په غوسه څو جملې کتاروي او ترجمان يي تر ده په اخلاص ادې ته وايي:
ـ ته درواغ وايې، دا ایران نه دی، پاکستان دی، ده هلته زده کړه کوي، دلته راغلی ترهګري کوي!
ادې په لړزېدلي غږ د مخ پلو په خوله کې ټينګوي:
ـ په قران که تراګر يي، ورسئ له میرغوثه يي پوښتنه يې وکړئ، د ګل رحیم زوی ته ویایاست، هغه خو دي تاسې عسکر دي هغه يي پېژني!
د دې ټکندې غرمې په زړه کې یوازې د دې کور له انګړه په انګریزي پوچ پاش او د باندې د ټانګونو غوراوې اورېدل کېږي، د رب عزوجل په دې پراخو کایناتو کې هیڅوک د دې ادې د مرستې نشته، له دې ټول کلي یوازې څو تنه دي، چې د سلامت کلي د عزت ساتلو لپاره يي پر موټر سایکل پښه اړولي، ټول کفر ته يي ټټر وهلی او په څو تنو يي زاړه کلاشینکوفونه د ټانګونو مخې ته نیولي!
د غرمې سره ګرمې کې سیوري را ړنګېږي، کلیوال د انګړ له منځه سوري سوري جسدونه د ولایت تر مقامه رسوي، د والي په پراخه خونه کې دوی هم ورسره د تائید سر ښوروي چې که له ټول کلي څو ځوانانو د سرښندنې لار نه نیولی، کافرانو ته به هلته د راتګ بهانه نه پیدا کېده او دې غلبیل جسدو به د خپل کور په انګړ کې د خویندو او کوچنیانو تر مخ د مرمیو تر ضربو لاندې ټوپونه نه وهل!
۱۴۴۴/۱۱/۲۶

















