شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

مسلمان؛ یو مظلوم ظالم!؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جون 20, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
41
ځلې شریک شوی
507
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

دادمحمد ناوک

شېبه وړاندې مې په هند کې د مسلمانانو له ځوره ډک ژوند د یوې لیکنې ژباړه خلاصه کړه، چې کله مې نیټ ته سر ورښکاره کړ، د چین په ایغور کې د مسلمانو مېرمنو د عفت له تروړو نوې خبرې وې، وړاندې لاړم او د برما د مسلمانانو په لټه شوم، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امت د ځپلو، سره بېلولو، وژلو او د ځمکې له مخې د مسلمان فکر د ختمولو دې زورونو ته حیران شوم؛ دا چې لا هم له دومره تبلیغاتي او نظامي خنډونو سره اسلام پر مخ روان دی او حتی د اروپا زړه کې تازه سا پو کوي، نو د نن عصر مغرور غولېدلی انسان باید درک کړي چې دا الهي لمر د دوی په پو کولو پو کولو نه ورکېږي!

وړم کال هندي چارواکو یوازې اسام ایالت کې میلیونونه مسلمانان پردي اعلام کړل، تابعیتونه يې ور لغوه کړل او اعلان يې وکړ چې غواړي په پرلپسې ډول اوه میلیونه مسلمانان له هنده وشړي او د پنځو میلیونو تذکرې لغوه اعلام کړي، هندي چارواکو ویلي و، چې د دوی جرم دا دی چې «د ناسم خدای عبادت کوي او په ناسمه ژبه خبرې کوي.»

 د هند د نوي قانون (۲۰۱۹/۱۲/۱۲) له مخې مسلمان کډوال ته په دې هېواد کې ځای نشته، خو مسیحیان، بودایان، جنیان او نور اقلیتونه اوس د یوولس کاله پر ځای په پنځه کاله کې د هند تابعیت اخیستلی شي، هند تر دې هم وړاندې لاړ او حتی د کرونا ویروس پړه يې پر مسلمانانو ور واچوله او تېر کال يې په اوتارپرادش ایالت کې یو مسلمان ځوان ته له دې امله اور ور واچاوه چې له هندوانو سره يې د «جی شری رام» شعار نه و بدرګه کړی! «هند کې د مسلمان ځورونې د تازه لومې په اړه زما یوه پخوانۍ ژباړه [د مینې ج/ه/ا/د] انټرنیټ کې موندلی شئ!»

#چین کې نږدې دوه میلیونه مسلمان ځوانان، مېرمنې او ماشومان زندان کې پراته دي، چې تر پرلپسې تېریو لاندې دي، خو چیني دولت وايي دوی يې له «افراطه» را ګرځولي! خو مسلمانان په شرقي ترکستان «سین کیانګ» کې ږېرې نه شي پرېښودلی، ځیرک موبایل نه شي اخیستلی، له هېواده بهر اړیکه نه شي نیولی، په کور کې ورزشي توکي او خوراکي توکي نه شي ذخیره کولی، مېرمنې يې حجاب باید مراعات نه کړي او ماشومان يې باید دیني زده کړه ونه کړي! مسلمانان د پاسپورټونو حق نه لري او که د چین هېواد له لوري د شپږویشتو حساسو هېوادونو له ډلې په کوم هېواد کې د چا د کورنۍ غړی میشت و، کورنۍ يې باید مسلسله وپلټل شي، چې دې هېوادونو کې افغانستان هم دی! «مایا وانګ؛ د بشري حقونو د چیني برخې څېړونکې».

برما کې وضعیت لاندې لوستلی شئ، خو پر دې ټولو جنایاتو د ملګرو ملتونو په نوم طاغوت چوپه خوله دی، کله کله د خپلو سیاسي مصلحتونو په خاطر کومه خبره وکړي، دې ته سخته اړتیا ده چې پر نړۍ اسلام واکمن او بشر د شرافت خپلې درجې ته را وګرځوي!

روهینګا په #برمانا کې د هغې سیمې نوم دی چې شاوخوا اته میلیونه نفوس لري، ټول مسلمانان دي، خو د ټولې برما څلور سلنه جوړوي، د برما د نفوس اویا سلنه بودایان دي، په دې هېواد کې له مسلمانانو سره د بودایانو ظلمونه، وژنې، شکنجې، تېري، په اور سوځول… دوه کاله وړاندې د رسنیو سرټکي و، سلګونه زره مسلمانان يې په زور له خپلې خاورې وشړل چې ډېر يې #بنګله_دېش ته کډوال شول او د ژوند چلولو لپاره حتی ځينې کورنۍ عفت پلورلو ته اړ شوې دي؛ خو هغوی چې پخپله خاوره کې پاتې دي، راځئ لږ يې له حاله خبر شو:

۱. مسلمانانو ته د پېژندنې کارت نه ورکول کېږي، چې په دې ډول نه په کور د ننه نه له هېواده د باندې سفر کولی شي.

۲. که کوم مسلمان له کوم کلي بل کلي ته ځي، نو دولت ته د ماليې په نوم باید ټاکلې پیسې ورکړي.

۳. په پوهنتونونو کې د مسلمانانو زده کړه منعه ده!

۴. په دولتي ادارو کې مسلمانان دنده نه شي ترسره کولی!

۵.تر ۴۰زره ډېر مسلمان ماشومان له دې امله په ځانګړي ډول له هر ډول حقونو او تذکرې بې برخې دي چې والدینو يې د ودونو لپاره له دولته اجازه نه وه اخیستې!

۶. مسلمانې کورنۍ مجبورې دي چې هر کال د کورنۍ د ټولو غړو یو ګډ تصویر واخلي او دولت ته يې وسپاري، که کوم ماشوم نوی پیدا کېږي، کوم غړی وفات کېږي دولت ته باید د ماليې په نوم ټاکلې پیسې ورکړي!

۷. د بېګاري لپاره دولت حق لري په زور مسلمانان بېګار کړي!

۸. د دولت تر چتر لاندې د مسلمانانو په سیمه کې روغتيايي، د ښوونې او روزنې، اقتصادي… هیڅ خدماتي بنسټ نشته.

۹. مسلمان د ځمکې او کروندې د مالکیت دعوه نه شي کولی!

۱۰. مسلمانان د دولت له اجازې پرته جومات او مدرسه نه شي جوړولی، ځکه خو له ۲۰ کلونو راهیسې هیڅ جومات او مدرسه نه ده جوړه شوې!

۱۱. که مسلمان کوم دوکان یا کاروبار پیلوي باید یو بودايي ورسره شریک کړي، بودايي په دې شراکت کې یوه روپۍ هم نه اچوي، خو ګټه باید مفته په نیمايي ور تقسیم شي! «بېلابېلې انټرنیټي ویبپاڼې»

د امت د بیدارۍ او یووالي په هیله!

مخکینې مطلب

غيرتي پېغله / لیکواله: حــنیـفه (زاهـــــد )

بل مطلب

په هند کې د زياتې ګرمۍ له امله د مړو شمېر ۱۰۰ ته ورسېد

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com