په سوډان کې د ښکیلو غاړو ترمنځ لا هم خونړۍ نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

په سوډان کې د واک پر سر رامنځته‌شوی کورنی تاوتریخوالی اوس په یوه داسې جګړه بدل شوی چې د دغه هېواد هر لوري ته د غځېدو په حال کې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د سوډاني پوځ او آر ایس ایف ځواکونو ترمنځ دا جګړه په پلازمېنه خرطون کې کوڅه په کوڅه پیل شوې او نورو ښارونو ته د چټک خپرېدو په حال کې ده.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې له جنګي الوتکو هم استفاده کېږي او پرون په پلازمېنه خرطوم کې هوايي بریدونه شوي دي.

په سوډان کې دا جګړه له تېرو څو میاشتو راهیسې د واک پر سر د دغه هېواد د پوځ او «آر ایس ایف» په نامه د چټک غبرګونو د ځواکونو ترمنځ پیل شوې چې له امله یې تر اوسه له دوه زرو ډېر کسان وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.

د یادولو ده چې د دې جګړې له پیله تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ څو ځله اوربند اعلان شو، خو د بېرته ماتېدو په صورت کې له هرې خوا د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button