کابل ټکی کام (شنبه، ۳ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
له هغه وروسته چې په اوکرایین کې د روسیې جنګي الوتکو د مسکو پلوې کریایي “واګنر” ملیشې سنګرونه په نښه او یادې ډلې ته یې مرګ ژوبله واړوله، له روسیې تازه راپورونه وایي، چې د یادې ډلې جنګیالي بېرته روسیې ته ګرځیدلي او د “روستوف” ښار کې یې د هوایي ډګر په ګډون د روسي ځواکونو ځینې مرکزونه نیولي دي.
په ورته مهال د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، چې په روسیه کې وضعیت له نیږدې څاري او په خبره یې د روان وضعیت کنترول به خورا ستونزمن وي.
له بل پلوه د واګنر ډلې مشر “یوګیني پریګوزین” ادعا کړې ده، چې ځواکونو یې د روسیې یوه پوځي چورلکه ویشتلې ده.
په عین حال کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې په مسکو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د روسیې دولتي خبري آژانس “ټاس” خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتین به ډېر ژر د وضعیت د کنترول لپاره وینا وکړي.
په روسیه کي د «واګنر» په نوم د یوې خصوصي جنګي ډلې د مشر او د روسیې د دفاع وزارت تر منځ شخړې راپورته شوې او د واګنر ډلې مسئولینو د روسیې حکومت د اوکراین په جګړه کي په بې کفایتۍ او له دوی څخه په نه ملاتړ تورن کړی دی.
دغه راز وګنر ته نیږدې سرچینې خبر ورکوي چې په “سن پټرزبورګ” کي د واګنر په مرکزي دفتر کي نښته رامنځته شوې او د دې ډلې قومندان «یوګني پرېګوژین» خبرداری ورکړی؛ چي د روسیې دفاع وزیر به په عام محضر کي په دار وځړول شي.
هغه زیاته کړې؛ چي د روسیې د دفاع وزیر او لوی درستیز مسئله به نن شپه حل کړي؛ چي په خبره یې؛ دفاع وزیر به په دار وځړول شي او له لنین سره به یو ځای خښ کړای شي.
په ټولنیزو رسنیو کي داسې تصویرونه هم خپاره شوي؛ چي د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین په بیړه کرملېن ماڼۍ ته روان دی؛ څو د وضعیت په اړه تصمیم ونیسي.
















