چین: په یوه رستورانت کې د چاودنې له امله ۳۱ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ سرطان، ۱۴۰۲ل)

د چین په شمال لوېدیځ ژینګکینګ ښار کې په یوه رستورانت کې د ګازو د لیک کېدو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي.

د «اي اف پي» خبري آژانس د خبر له مخې، دغه چاودنه د درې ورځني ډراګن بوټ فستيوال په مناسبت هغه مهال رامنځ ته شوه، چې په چين کې ګڼ شمېر خلک له خپلو دوستانو سره د ليدو لپاره له خپلو کورونو څخه راوځي.

د رستورانت شاوخوا سړک د شیشې ټوټو او نورو کثافاتو څخه ډک ليدل کېږي او لسګونه د اوروژنې امبولانسونه د پېښې ځاي ته رسېدلي دي.

د کمونېست ګوند سيمه ييزې کمېټې ويلي، چې د باربي کيو په رستورانت کې د مايع تېلو ګاز (LPG) د چاودنې لامل شوی دی.

په پیښه کې ۷ تنه ټپیان شوي چې د یو تن روغتیايي حالت نازک، ۲ تنه سخت سوځیدلي، ۲ تنه کوچني ټپیان او ۲ تنه د شیشې د لګیدو له امله ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button