کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
ولادیمیر پوتین د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره تلیفوني خبرې کړي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دې تلیفوني تماس کې رجب طیب اردوغان ولسمشر پوتین ته ډاډ ورکړی، چې هیواد یې چمتو دی په روسیې کې د واګنر یاغیانو په ځپلو کې مسکو سره مرسته وکړي.
د ویلو ده چې په روسیه کې د واگنر ملیشې تر بغاوت وروسته ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې، ایران، بیلاروس، قزاقستان، ازبکستان او یو شمیر نورو هیوادونو له مشرانو سره تلیفوني تماسونه نیولي دي.
















