روسیه کې د کودتا هڅه شنډه؛ د واګنر ملېشه ځواکونو مشر بیلاروس ته وتښتید

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)

له روسیې وروستي ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په دغه هیواد کې د ولسمشر پوتین د حکومت پر ضد د واګنر ملېشه ځواکونو لخوا د د کودتا هڅه شنډه شوې او د یادې ملېشې مشر “ایوګیني پریګوژین” بیلاروس ته تښتیدلی دی.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د واګنر اړوند ځواکونو باندې یې له پلازمینې مسکو کابو ۳۰۰ کلیومتره لرې هوایي بریدونه کړي چې په پایله کې یې یادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې او ځینې هغه سیمې او پوځي تأسیسات چې یاغیانو نیولي و اوس یې ولکه د روسي ځواکونو په لاس کې ده.

د نوموړي په خبره د واګنر سلګونه هغه غړي نیول شوي چې د کودتا په هڅه کې په یو نه یو ډول ښکیل و (دوی ته به خامخا د خپلو کړو وړو سزا) ورکول کېږي او پاتې نور به یې په روسي پوځ کې ځای پر ځای شي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند په خبره ولسمشر پوتین حالات له نیږدې څاري او د اوس لپاره د واګنر د مشر په خلاف د انتقامي کاروایي کوم نیت نه لري؛ خو د یادې ډلې د مشر قضیه د سترې محکمې اړوند یوې نظامي محکمې ته لیږل شوې ده که محکمه یې پړ وپیژني بیا یې حکومت له نیولو پرته بله لاره نلري.

د ویلو ده چې وړمه شپه ناوخته د واګنر زرګونه جنکیالیو په اوکراین کې خپل سنګرونه خوشې کړل او اوکراین سره یې پر پوله پراته د روسیې دوه ښارونه ونیول او پلازمینې مسکو ته یې د تللو هڅه کوله چې روسي ځواکونو د سخت بمبار له امله ونه توانیدل چې مسکو ته ورسیږي مشر یې وتښتیده او زرګونه جنګیالي یې روسي ځواکونو ته تسلیم شول.

مربوطه مطالب

Back to top button