کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۲ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” د نېکمرغه لوی اختر د را رارسېدو په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ په هکله ځینې مهمې څرګندونې کړې دي.
ولسمشر اردغان د ترک ملت په استازیتوب ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکي د ویلو ترڅنګ افغانانو سره د مرستو تر څنګ په دغه هیواد کې د یوې تلپاتې سولې په ارزښت او د اسلامي امت په یوالي ټینګار کړی دی.
ولسمشر اردغان د روسیې په ادلب ولایت کې د روسیې وروستي بریدونه غندلي او هیله یې څرګنده کړې ده چې روسیه به ژر تر ژره د انساني خواخوږۍ په پار دغه بریدونه ودروي؛ ترڅو د سوریې مسلمان او مظلوم ملت هم لکه د نورو مسلمانانو په څېر د خوشالۍ دغه ورځې په امنیت او ډاډ کې ولمانځي.
د ولسمشر اردغان په خبره د اسلامي امت ترمنځ یوالی کولی شي دوی ته د ورپېښو ستونزو مخه ونیسي، اسلامي نړۍ کې به روانې شخړې ختمې کړي او د یو داسې خپلواک فلسطیني دولت جوړولو ته به لاره هواره کړي چې پلازمېنه به یې د مسلمانانو لومړۍ قبله “مسجد الاقصی” وي.
ولسمشر اردغان ویلي، چې دغه نېکمرغه او ستره ورځ موږ ته د خپل نیکه حضرت ابراهیم علیه السلام د صبر، حوصلې او قربانۍ درس راکوي که موږ غواړو پرمختک وکړو باید د خپل نیکه او ستر پیغمبر په څېر الله تعالی ته خپل سرونه ټیټ کړو.
ولسمشر اردغان د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا افغانستان سره د ترکیې د مرستو پر دوام ټینګار کړی او له نړیوالو یې غوښتنه کړې ده، چې افغانان له سختو شرایطو سره مخ دي که نړیوال واقعا د نیکۍ اراده لري نو باید افغانستان هیر نه کړي.
نوموړي دغه راز د روسیې او اوکراین ترمنځ په روانه خونړۍ جګړه اندېښنه ښودلې او د اوربند د غوښتنې ترڅنګ یې ټینګار یې کړی دی، چې دوی چمتو دي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې خبرو کې منځګړیتوب وکړي.
















